fbpx

تاجکستان په افغانستان کې د برښنا د تولید يوه پروژه پلۍ کيږي

 

د تاجکستان حکومت نن جمعه راغون په نوم د اوبو د برق د تولید د سترې پروژې د یوه توربین د پرانیستې خبر ورکړ.

پر دې پروژه درې اعشاریه نهه ميلیارد ډالر پانګونه شوې ده.

د تاجکستان حکومت وايي، د راغون بند د دوی د برښنا اړتیا پوره کوي او اضافي انرژي به پر ازبکستان، پاکستان او افغانستان خرڅوي.

د راغون بند د تاجکستان په جنوب کې د وخش پر دریاب جوړ شوی دی.

د تاجکستان حکومت وايي چې په یوه لسیزه کې به د دې بند ارتفاع ۳۳۵ مترو ته ورسېږي او په نړۍ کې به د اوبو دبرښنا د تولید تر ټولو لوړ بند وي.

د راغون بند شپږ تربینونه لري چې ۳۶۰۰ میګاواټه انرژي توليدولای شي.

دا بند د انرژۍ د تولید د تقریباً درېیو اټمي کارخانو په اندازه قوت لري.

د راغون بند یو توربین د جمعې په ورځ او نور پنځه په راتلونکو ورځو کې فعالېږي.

د فرانسې د خبري اژانس د خبریال په حواله، د پامیر په دې غرنۍ سیمه کې چې د وخش دریاب بهېږي، د ابادۍ کمې نښې لیدل کېږي.

د راغون بند د جوړولو نظر هغه وخت چې تاجکستان د پخواني شوروي اتحاد غړی و، رامنځته شوی و.

په ۱۹۹۰ میلادي کال کې د شوروي له سقوط سره د راغون پلان هم وځنډېد.

خو د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان چې یو وخت د یوه کره‌نیز فارم مشر و، له دې پروژې سره شخصي دلچسپي لري.

امام علي رحمان په ۲۰۱۶ میلادي کال پر راغون بند د کار د پیل لپاره په خپله په بلدوزر کې سپور شو او خاورې یې واړولې.

په تاجکستان کې چې ټول نفوس یې ۹ ميلیونه دی، دا پروژه د اوبو د برښنا تولید دوه برابره زیاتولای شي.

د تاجکستان حکومت وايي، د دې بند په ګټه به نورې ورته پروژې تمویل کړي.

خو د چاپېریال ساتنې یو شمېر ادارې انتقاد کوي چې د تاجکستان حکومت د هغو زیانونو په اړه پټه خوله دی چې طبعيت ته یې رسولای شي.

له طبیعي افتونو د دې بند د خونديتوب په اړه هم اندېښنې موجودې دي.

اروزګان:څانګه

Loading...