fbpx

د جګړو له کور څخه د سولې غږ

د کندوز ولایت یو شمېر قومي مشران وايي، افغان ولس له جګړې ستړی دی او زیاتوي چې له ولسونو سره به په ګده د سولې د ټینګښت لپاره کار وکړي.

دغه قومي مشران، دینی عالمان، او ځوانان د کندوز مرکز په ګډون له شپږو ولسوالیو څخه راغلي او غواړي چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په اړه له وروستیو خبرو اترو ملاتړ وکړي .

قومي مشران وایي له هرې ممکنه لارې به د سولې راوستو لپاره کار وکړي او له وسله والو طالبانو او حکومته یې غوښتنه وکړه چې دیني علماوو او قومي مشرانو ته دې اختیار ورکړل شي، ترڅو ښه منځګړيتوب وکړي .ځوانان بیا دغه غونډه موثره یادوي او غوښتنه یې داده چې ورته غونډې د هېواد په ټولو ولایتونو کې ونیول شي .

قومي مشرانو له طالبانو غوښتي چې له افغان دولت سره د خبرو لپاره دې دوی ته د منځګړیتوب صلاحیت ورکړي.

د کندوز والي  عبدالجبار نعيمي هم د سولې د ټینګښت په برخه کې د خپلو هڅو ډاډ ورکړی او له ولسونو یې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.  نوموړي له کندزیانو وغوښتل چی د سولې ټينګښت لپاره هر ډول ځاني او مالي ملاتړ ته چمتو شي .

په کندوز کې د سولې عالي شورا ریس مولوي عبدالبصیر بیا وایي د سولې په اړه یې لا وار د مخه خبرې پيل کړي چې پایلې یې هیله بخښونکې دي .

کندوزیان چې تېرو پرلپسې جګړو سخت مالي او ځاني زیانونه ور اړولي، اوس غواړي چې په هر قیمت د سولې له بهیره ملاتړ وکړي او وایي په دې برخه کې به د ښکېلو ډلو ترمنځ د عاجزۍ لمن ونیسي ترڅو د سولې او امن فضا رامنځته شي.