fbpx

پاکستان پر خبریال وېبپاڼه بندېز ولګاوه

د پاکستان حکومت په خپل هېواد کې د خبریال ډاټ کام پر نشراتو بندېز ولګاوه. خبریال وېبپاڼه چې په پاکستان کې مېشت پښتانه یې مینه وال دي، اوس د پاکستان په جغرافیه کې په انټرنیټ کې نه موندل کېږي.

تر دې وړاندې پر خبریال وېبپاڼه پاکستاني ‌هیکرانو بیا بیا بریدونه کړي، خو بریالي شوي نه دي، دا ځل پاکستاني چارواکو په رسمي ډول په دغه هېواد کې پاڼه بنده کړه.

د خبریال ادارې مسئولینو هڅه وکړه چې په دې تړاو د پاکستاني ‌چارواکو غبرګون تر لاسه کړي، خو پاکستاني چارواکي له څه ویلو ډډه کوي.

په خېبر پښتونخوا کې د خبریال ډاټ کام همکار ته ځینو سرچینو ویلي ‌چې (پیمرا – د پاکستان د رسنیو د څار اداره) د پاکستاني پوځ او استخباراتو په امر له مخابراتو وزارت نه د خبریال ډاټ کام د بندولو غوښتنه کړې ده. د یادولو وړ ده چې د ۲۰۱۲ کال په جولای میاشت کې هم خبریال ډاټ کام د څو میاشتو لپاره د پاکستان حکومت بند کړی و، خو وروسته د هغه مهال د ولسمشر حامد کرزي په مداخله او د افغانانو په هڅو پاکستان بیرته خبریال ډاټ کام ته د نشراتو اجازه ورکړه.

پر خبریال وېبپاڼه دا وروستی بندېز په داسې ‌حال کې لګېدلی چې له یوې خوا پاکستاني رسنۍ د افغانستان خلاف پراخ تبلیغات کوي، او له بله لوري هلته سیاسي او اقتصادي حالت ترینګلی دی.

خبریال له افغانستان نه آزادې خپرونې کوي.

خبریال د افغانستان د خبریالانو او رسنیو د خوندیتوب ادارو له غړو، مدني فعالانو او افغان حکومت نه غوښتنه کوي چې پر پاکستان فشار زیات کړي تر څو خبریال پاڼه له ورته حالته راووځي.

موږ له افغان حکومته د بلمثله اقدام غوښتونکي‌ یو، پاکستاني رسنۍ دې هم په افغانستان کې له فعالیته بندې کړل شي. له ټولو هېوادپالو ځوانانو غوښتنه کوو چې په دې موضوع کې له خبریال ډاټ کام سره خپله مرسته ونه سپموي. د پاکستان حکومت غواړي‌ د افغانانو غږ خاموش کړي.

Loading...