fbpx

ولسمشر د سولې په اړه د سياسي او جهادي مشرانو سره وکتل

ولسمشر محمد اشرف غني له يوشمېر سیاسي او جهادي شخصیتونو سره د سولې په تړاوکتلي او خبرې کړې دي.

د ولسمشر، سیاسي او جهادي شخصتیونو تر منځ لیدنې پرون جمعه ارګ کې تر سره شوي دي.

ښاغلي غني په دغه کتنو کې د جمعیت اسلامي ګوند د رهبرۍ له غړو سره د سولې د مشورتي بورډ د رامنځ ته کېدو په اړه خبرې کړې دي.

د ارګه څخه په خپره شوې خبرپاڼه راغلي،چې ولسمشر پرون جمعه ارګ کې د جمعیت ګوند د رهبرۍ شورا له غړو سره وکتل.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې کتنه کې د جمعیت ګوند د رهبرۍ غړي صلاح الدین رباني، عطامحمد نور او اسماعیل خان موجود وو.

خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني د سولې مشورتي بورډ د جوړولو په اړه خبرې وکړې او جمعیت ګوند د غړو د نظرونو او وړاندیزونو څخه د مننې تر څنګ یې ویلي، چې سولې ته د رسېدو لپاره د خلکو د بېلابېلو اقشارو اجماع ته اړتیا ده.

ولسمشر غنی په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې د مشورتي ناستو لړۍ به دوام ولري او پایلې به یې له ټولو سره شریکې شي.

ویل کېږي، د سولې مشورتي بورډ به د سیاسي او جهادي شخصیتونو په ګډون د هېواد د ۳۴ ولایتونو د مخورو او استازو په ګډون جوړ شي.