fbpx

د محلي سینما لوبغاړی قدوس فرهمند وژل شوی

د بلخ سیمه ییز چارواکي تائیدوي چې د محلي سینما لوبغاړی قدوس فرهمند د ناڅرګندو وسله والو په برید کې وژل شوی.

چارواکي زیاتوي، چې دغه پېښه تېره ورځ د بلخ ولایت د خلم ولسوالی په مربوطاتو کې رامنځته شوې، او په ترڅ کې یې دوه ملګري هم ټپيان شوي دي

د خلم ولسوال تاج محمد رحیمي د پېښې پخلی کوي او وایي چې موټر سايکل سپروکسانو د جمعې په ماسپښين د بلخ سینما محلي لوبغاړی قدوس فرهمند په ډزو وواژه.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه، چې په دغه برید کې د ښاغلي فرهمند دوه ملګري هم ټپیان شوي.

تر اوسه کوم چا او  ډلې د پېښې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی .