fbpx

طاهر داوړ ووژل شو، خو پاکستان يې اوس پلټنه کوي

طاهر خان داوړ شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې له اسلام اباد څخه تختول شوی و، خو هغه مهال د پاکستان حکومت د نوموړي د تختونې په اړه هېڅ خبر نه و ورکړی او نه يې هم د پلټنو امر ورکړی و، اوس چې نوموړی وژل شوی او خلک پرې د پاکستان استخباراتي اداره تورنوي، نو د پاکستان  لومړي وزیر عمران خان امر کړی، چې د اسلام اباد پولیسو یوه پلټونکې ډله پېښور ته ورشي، چې د وژل شوي پولیس افسر طاهر خان داوړ د وژنې پېښې پلټنه وکړي.

لومړي وزیر د اسلام اباد له پولیسو غوښتي چې د وژل شوي افسر د وژل کېدو پېښې پلټنې تر څنګ د خیبر پښتونخوا له پولیسو سره همکاري وکړي.

د کورنیو چارو مرستیال وزیر شهریار اپریدی به د هغه پلټونکي کمېسیون مشري کوي، چې په دې تړاو جوړ شوی دی.

طاهر خان دوړ د اکتوبر پر (۲۶) اسلام اباد کې تښتول شوی او د نومبر پر ۱۳ یې مړی د ننګرهار دور بابا ولسوالۍ کې وموندل شو.

د پاکستان د کورنیو چارو مرستیال وزیر شهریار اپریدی وايي، طاهر خان د پنجاب له میاوالي د بنو پر لار افغانستان ته لېږدول شوی و.

پېښور کې د بي بي سي خبریال رحمان الله وايي، له اسلام اباده پېښور ته تللې پولیس ډله به د پېښې په تړاو د طاهر دوړ د کورنۍ له کسانو سره هم وغږېږي.

د اسلام اباد پولیسو یوه چارواکي خبریالانو ته وویل، دوی داسې معلومات تر لاسه کړي، چې وژل شوی پولیس افسر دا ورستیو کې یو وسله وال نیولی و او بیا د هغه تنظیم له لوري نوموړي ته ګواښونه کېدل.

بل لور ته د طاهر داوړ کورنۍ او د داوړ قبیلې مشرانو د پېښې پلټنې لپاره د نړیوال کمېسیون جوړلو غوښتنه کړې.