fbpx

شمال کې ۱۵ وسله وال وژل شوي

امنيتي چارواکي وايي چې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې په بغلان، تخار او کندوز ولايتونو کې ١٣ وسله وال وژل شوي او ١٣ نور ټپيان شوي.

د ٢٠٩ شاهين قول اردو  څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي.چې د بغلان په بورکې، د تخار په اشکمش او د کندوز په امام صاحب ولسواليو کې امنيتي ځواکونو عمليات کړي دي.

د سرچينې په حواله په دغو عملياتو کې ١٣ وسله وال وژل شوي او ١٣ نور ټپيان شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې د دغو عملياتو په ترڅ کې يو شمېر سيمې له طالبانو نيول شوې او يو شمېر وسلې يې هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

همدارنګه په خبرپاڼه کې راغلي چې کومانډو ځواکونو د تخار د مرکز تالقانو په قرندو او قلبرس سيمو کې ځانګړي عمليات کړي دي.

سرچينه زياتوي چې په دغو عملياتو کې د طالبانو د دوو قوماندانانو مولوي عظيم او قاري لطيف په ګډون اووه کسان نيول شوي دي.

بل لور ته د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالباقي نورستاني وایي چې د امام صاحب ولسوالۍ په عرب شاخ سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې دوه طالبان وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.