fbpx

برازيلي پيلوټ د الوتنې پر مهال اسلام قبول کړ

د برازيلي پيلوټ په الوتنه کې د اسلام قبلولو ويډيو په ټولنيزو رسنيو ډېره زياته کتل کېږي او خلکو زياته خوښه کړې ده.

په ويډيو کې ليدل کېږي، چې يو برازيلى پيلوټ په ١٨ زره فټه په هوا کې اوچت وي چې د اسلام مبارک دين قبلوي.

د متحده عربي اماراتو د رسنيو د راپورونو تر مخه، سعودي عرب ته راتلونکې يوې الوتنه کې د برازيل پيلوټ د لومړي پيلوټ مخامخ کلمه وويله او مسلمان شو.

په ويډيو کې لومړى پيلوټ په عربي ژبه کې وايي، چې اوسمهال الوتکه د سعودي عرب ښار د تبوک په سر روانه ده او زما ملګرى پيلوټ به کلمه وايي او مسلمانېږي.

لومړي پيلوټ چې کله کلمه وويله، نو د هغه ملګري پيلوټ بيا هماغه توري وويل او د مسلمانېدو اقرار يې وکړ.

د ويډيو په اخره کې لومړى پيلوټ وايي، چې اوس زما ورور مسلمان شوى دى او ده اسلام قبول کړى دى.

دا هم ولولئ: پاکستاني سندرغاړي (زين مالک) په اروپا کې اسلام پرېښود