fbpx

پېښور کې ځايي نڅاګره وژل شوې

د خېبر پښتونخوا په سرښار پېښور ښار کې يوه ځايي نڅاګره چې سونيا نومېده، د خپل ملګري له خوا وژل شوې ده.

د معلوماتو تر مخه، نوموړې نڅاګره د کوتوالۍ تاڼې (حوزې) په سيمه کې وژل شوې ده، چې د هغه خپل ملګري په ډزو ويشتې ده.

د پاکستانۍ ورځپاڼې ايکسپريس نيوز د وينا تر مخه، سونيا تېره ورځ د پېښور په کوټله فلبانان کوڅه کې وه، کله چې د هغه ملګري مصدق هغه وويشته.

د کوتوالۍ تاڼې پوليس وايي، چې د سونيا او مصدق ترمنځ له ډېر وخت راهيسې ملګرتيا وه، تېره ورځ د دواړو ترمنځ لفظي شخړه رامنځ ته شوې وه، چې له هغې وروسته مصدق سونيا په ډزو وويشته.

پوليس وايي، چې دوى عريضه ليکلې او څېړنې روانې دي.

پاکستان د پښتنو هنرمندانو لپاره بيا ډېر بد هېواد دى، چې پکې زيات شمېر هنرمندان يا خو ووژل شول يا هم په زوره له هنر څخه پاتې کړاى شول.

په دې لړ کې غزاله جاوېد، ايمن اداس او نورې هنرمندې د يادولو دي، چې د خېبر پښتونخوا په بيلا بېلو سيمو کې وژل شوي دي.