fbpx

سوله ملي بحث دی

ولسمشرغني د سولې په اړه د خپلو مشورتي ناستو په لړ کې نن د مدني ټولنې له یوشمېر غړو سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، تهمینې شجاع او احمد اعتمادي د نورو په استازیتوب خبرې وکړې.

دوی د سولې په اړه خپل دقیق لیدلوري او وړاندیزونه مطرح کړل او له بېلابېلو اقشارو په ځانګړي ډول ځوانانو سره د ولسمشر غني مشورو څخه په مننې یې وویل، اوس موږ ځوانان د هېواد په مهمو پرېکړو کې ځانونه سهیم بولو.

ولسمشرغني د هغوی له نظرونو څخه په مننې وویل، تاسې د نوي افغانستان استازیتوب کوئ، نو د خپلو وړاندیزونو او نظرونو د زیات انسجام لپاره خپلې شبکې ملي او ټول شموله کړئ.

ولسمشرغني څرګنده کړه، سوله ملي بحث دی او زمونږ ارزښتونه یواځې د افغانستان خلک تعریفولی شي. هغه زیاته کړه، مونږ باید روښانه اراده او لوری ولرو او تېرې ترخې تجربې تکرار نه کړو.

ولسمشرغني دې ته په اشارې چې د سولې په  پروسه کې مهم دخیل افراد ځوانان دي وویل، هڅه کوو چې د هېواد په هره مهمه پرېکړه کې ځوانان ونډه ولري.