fbpx

د پوهنې وزارت په (۳۴) ولایتونو ۳۰ زره ښځینه ښوونکي استخداموي

د پوهنې وزارت خبر ورکوي چې د پوهنې په ډګر کې د ښځو د ګډون د زیاتوالي په موخه تر ۱۴۰۰ هـ ش کال پورې ۳۰ زره قراردادي ښوونکې استخداموي.

د پوهنې وزارت چارواکي وایي، چې ښوونې او روزنې ته له زده ګړو څخه د بې برخې نجونو لاسرسی، د نجونو د زده ګړو د پرېښودو د کچې کموالی او د ښوونکې په ټوګه د ښځو د استخدام په واسطه د ښځو اقتصادي بسیاینه، د دغه پروګرام له اصلي موخو څخه دي.

د پوهنې وزارت ویاندې، نوریې نزهت، د شنبې په ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل “تېر کال ۲۶۷۴ قراردادي ښوونکې او روان کال کې ۲۳۲۶ قراردادي ښوونکې استخدام شوې دي.”

نوموړې زیاته کړه، چې۳۰ زره قراردادي ښوونکې به د هیواد د ۳۴ ولایتونو په کلیوالي سیمو او هغو ځایونو کې، چې ښځینه ښوونکي ته لاسرسي محدود دی، استخدام شي.

په کلیوالي سیمو کې د قراردادي ښوونکو په توګه د ګمارنې شرایط د استخدام د کمېټې لخوا لوړه تحصیلي درجه په پام کې نیول کېږي.

د چارواکو په وینا، دغه راز د پوهنې وزارت په مدیریتي برخه کې د ښځو د ونډې د زیاتوالي په موخه د دغه وزارت ۲۰ ریاستي بستونه ښځو ته ځانګړي شوي دي.

یاده دې وي چې له دې جملې څخه د ښوونکو د روزنې ریاست اړوند، ۱۱ دوهمه رتبه بستونه په ولایتونو کې د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپارل شوي دي او په نېږدې راتلونکي کې به مرکزي بستونه هم اعلان ته وسپارل شي.

کابل څانګه