fbpx

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲ زره پېښې ثبت شوې

د ښځو چارو وزارت اعلان وکړ، چې سږ کال په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۸۲۶ پېښې له رسمي سرچینو سره ثبت شوې دي.
دغه څرګندونې د یاد وزارت وزیر دلبر نظري کابل کې د ښځو د نړیوالې ورځې په لمانځ غونډه کې د وینا پر مهال وکړې.

نوموړي زیاته کړه، چې له ښځو سره د تاوتریخوالی په پېښو کې د ټول هېواد په کچه زیاتوالی راغلی او دغه تاتریخوالی د جدي اندېښنې وړ دی.

د هغې په وینا په روان کال کې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې په رسمي ډول له ښځو سره د تاوتریخوالي د رامنځ ته کېدو ۲۸۲۶ پېښې ثبت شوې، چې د اندښنه پرې پکار ده.