fbpx

احمد ولي هوتک روغ شو، خو دولت يې اوس په بهر کې درملنه کوي

جمهورريیس غني د هېواد ورزشکاراحمدولي هوتک چې څه موده وړاندې په کابل کې د ناپېژنده وسلوالو له لوري سخت ټپي شوی و، خپل حضور ته ومانه.
په دغه کتنه کې جمهورريیس احمد ولي هوتک ته د یاد برید په اړه د څېړنو ډاډ ورکړی او نوموړي ته یې د روغتیا هیله وکړه. ولسمشر غني هغه ته ډاډ ورکړ چې دولت به یې په بهر کې درملنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د احمد ولي هوتک د روغتيا ډاډ ورکړل شوی دی او ويل کېږي چې د نوموړي روغتيايي حالت اوس جوړ دی، کوم وخت چې د نوموړي د درملنې و، هغه مهال نوموړي ته پاملرنه ونه شوه او همدا شان نه يې تر اوسه موضوع وڅېړل شوه.

احمد ولي هوتک څه موده وړاندې د ناپېژنده کسانو له لوري هغه مهال په ټپي شو، چې په سبا يې روسي سيال سره د سيالۍ په موخه بهر هېواد ته سفر درلود.