fbpx

پکتیا کې (۷) سړي تښتوونکي ونیول شول

د پکتیا ولایت د ملي امنیت ریاست منصوبینو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یوه اووه کسیزه ډله چې په غلا، سړي تښتوونې او نورو جرمونو تورنه ده، نیولې او د دوی له منګولو څخه یې یو لس کلن ماشوم هم ژغورلی.

 د یاد ولایت له مقام نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړی ماشوم عبدالله نومیږي، د حاجي محمد زوی او د ګردېز ښار اوسېدونکی دی چې شاوخوا دوې اونۍ وړاندې د یادو کسانو لخوا له ګردېز ښار څخه په یوه تور رنګه فېلډر موټر کې تښتول شوی و.
خبرپاڼه لیکي د پکتیا ولایت ملي امنیت رییس تورنجنرال قدر محمد قدر په خپلو خبرو کې وویل چې وروسته له هغې چې د عبدالله د کورنۍ لخوا دوی ته د نوموړي د ورکې خبر ورکړل شو، دوی د مشخصو کشفي او څېړنیزو تکتیکونو په کارولو سره وتوانېدل چې دغه اووه کسیزه ډله له څو بېلابېلو محلونو څخه له یوه عراده فیلډر موټر سره یو ځای ونیسي چې د یادې ډلې د څېړنو په ترڅ کې یې پر خپلو جرمونو اعتراف هم کړی دی.
د عبدالله پلار وايي، چې دی د سړي تښتوونکو کوونکو لخوا ګواښل کېده او ورته ویل کېدل، چې دوی ته ۶۰ زره ډالر ورنکړي، نو یاد ماشوم به ووژني.

عبدالله وویل، چې د سړي تښتوونکو لخوا به دی دې په زور سره مجبور کېده، چې د ټلیفون په کرښه خپل پلار ته ووايي، چې دوی ته پېسې ورکړي.

  خو د پکتیا اوسېدونکي بیا له حکومت څخه ګېله کوي، چې ورته مجرمین کسان په یولاس ګير کې او په بل لاس بېرته خوشي کيږي.

Loading...