fbpx

په كابل پوهنتون كې د محصلينو ترمنځ د نښتې په اړه د جدي پلټنو غوښتنه وشوه

 

ولسي جرګه په كابل پوهنتون كې د محصلينو ترمنځ د نښتې په اړه د جدي پلټنو غوښتنه كوي او وايي، له هغه چا سره، چې دا ډول نښتو ته لمن وهي، بايد قانوني چلند وشي.

وكيلانو نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه كې وويل، د لوړو زده كړو وزير بايد په دې تړاو ولسي جرګې ته وضاحت وركړي، چې په پوهنتون كې ولې داسې نښتې رامنځته كېږي او محصلينو بيا وسلې له كومه كړې، چې په هغو سره يې يو تن وواژه او اته نور يې ټپيان كړل.

د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهيمي د دې جرګې د پوهنې او لوړو زده كړو كمېسيون ته دنده وسپارله، چې د لوړو زده كړو وزير را وغواړي او په پوهنتون كې د نښتې او په نښته كې د وسلو د كارېدو په اړه ترې پوښتنې وكړي.

د يادونې وړ ده، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د كابل پوهنتون په ليليه كې د محصلينو ترمنځ نښته وشوه، چې په كې يو تن محصل ووژل شو او څو تنه نور ټپيان شول.

حكومت له پېښې وروسته كابل پوهنتون د درېيو ورځو لپاره رخصت كړ او د پوهنتون ليليه يې تر نامعلومې نېټې وتړله

اروزګان:څانګه