fbpx

په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي سلګونه پېښې ثبت شوې دي

د نومبر (۲۵)مه له مېرمنو سره د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې له نړیوالې ورځې سره سمون خوري.

په دې اړه د ښځو چارو وزارت خپل کمپاین له وړاندې پیل کړی دی.

د ښځو چارو وزیرې (دلبر نظري) ددې ورځې په نمانځغونډه کې ویلي چې مېرمنې اوس هم د هېواد په ناامنو سیمو کې له تاوتریخوالي سره مخ دي.

هغې ویلي چې د تېر کال په پرتله سږ کې د تاوتریخوالي پېښې کمې دي، خو زیاتوي چې تر (۱۸۰۰) زیاتې پېښې یې ثبت کړې دي.

د ښځو چارو وزیرې ویلي چې د ملي یووالي حکومت په دې موده کې د مېرمنو د حقوقو د ټینګښت لپاره قوانین تسجیل کړي، خو دا اندېښنه لري چې د تطبیق پر وړاندې یې خنډونه شتون لري.

افغان مېرمنې او یو شمېر نارینه هر کال د نومبر په وروستیو دوه اوونیو کې راټولېږي او د تاوتریخوالي له پلوه د تر ټولو زیانمنو مېرمنو غږ پورته کوي. دوی وايي که څه هم په تېر او اوسني دولت کې د ښځو په برخه کې ډېر کارونه شوي، خو تراوسه هم په هیواد کې ډېری خبرونه د افغان مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه دي.