fbpx

لوړ پوړي چارواکي د تعلیمي ارتقا پر وړاندې خنډ دي

په کابل کې د سید جمال الدین افغان د دارالمعلمین چې څه باندې یوه پېړۍ وړاندې تاسیس شوی، ښوونکو او زده کوونکو يې د یو لاریون پرمهال له حکومته وغوښتل چې دا دارالمعلمین ورته پر پوهنتون بدل کړي.

دوی چې له شپږو میاشتو راهیسې ددې غوښتونکي دي، وایي،  د سید جمال الدین افغان دارالمعلمين هر ډول مادي او معنوي امکانات دې ته برابر دي، چې پر پوهنتون بدل شي، خو دوی زیاتوي  چې د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو لوړپوړي چارواکي یې په لوی لاس مخنیوی کوي.

دوی وایي، که دا دارمعلمین پوهنتون نشي، نو د لغوه کېدو له ګواښ سره مخ دی.

ددې دارالمعلمین استادان وایي، له کله چې یې دا غوښته کړې، حکومت څو ځل د یاد دارالمعلمین ارزونه کړې، چې هغوی هم د دوی غوښتنه پرځای ګڼلې، خو د لوړو زده کړو او پوهني وزارت لوړپوړي چارواکي یې په مخ کې خنډونه جوړ کړي.

دوی غوښتل چې د ارګ مخې ته لاړ شي، خو پولیسو د دارالمعلمین څخه د وتلو اجازه ورنه کړه، خو وایي چې ترڅو ورته پدې اړه مثبت ځواب ورنه کړل شي، دوی خپلو مدني حرکتونو ته به دوام ورکړي.

د سید جمال الدین افغان دارالمعلمین پر  (۱۲۹۱ ل) کال تاسیس شوی، (۱۱۷) ښوونکي او (۲۵۰۰) زره زده کوونکي لري، که پوهنتون نه شي، نو موده وروسته د دارالمعلیمن په توګه هم نور فعالیت نه شي کولای.