fbpx

په بلخ کې د ښځو پر وړاندي تاوتريخوالي لسګونه قضيې ثبت شوي

د بلخ ولایت د ښځو چارو ریاست وايي چې د روان کال له پیل راهېسې په دې ولایت کې د ښځو په وړاندې د زور زیاتي ۲۲۷ قضیې له دوی سره ثبت شوي چې ډېرې یې کورني تاوتریخوالي او حقوقي مسئلې دي.

د دې ریاست د معلوماتو پر بنسټ، دغلته د ښځو په وړاندې په زور زیاتیو کې، وهل ډبول، وژنې، له کوره تېښته او جبري ودونه شامل دي.

خو په شمال زون کې د بشري حقونو د کمېسيون چارواکي وايي، د نا امنیو له کبله نه دي توانېدلي چې په سرپل، سمنګان، او بلخ ولایتونو کې له ښځو سره د زور زیاتي سلګونه قضیې ثبت کړي.