fbpx

طالبانو د محقق وروستۍ څرګندونې رد کړې

طالبانو د رسنیو په دې راپور غبرګون ښودلی چې ګواکي زلمي خلیلزاد د اسلامي امارت له مرستیال سره کتلي دي.

وسله والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د حاجي محمد محقق دا خبرې رد کړي چې ګنې د اسلامي امارت مرستیال مولوي محمد یعقوب له امریکايي استازي خلیلزاد سره لیده کاته کړي دي.

د راپورونو له مخې  د اجراییه ریاست دویم مرستیال حاجي محمد محقق له رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو چې زلمي خلیلزاد افغانستان ته په خپل دویم سفر کې د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې د طالبانو د وژل شوي مشر ملا محمد عمر له زوی ملا یعقوب سره لیدلي دي.

خبرپاڼه د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله لیکي:؛ موږ دا خبره په کلکه ردوو، د کابل ادارې چارواکې په داسې افواهاتو خپرولو سره خپله وارخطايي کابوکول غواړي؛

ذبیح الله مجاهد له رسنیو غوښتې چې د بې اساسه راپورونو له نشر څخه ډډه وکړي، ترڅو يې حیثیت زیانمن نشي.

 یاده دې وي چې محقق دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې خلیلزاد کابل ته د خپل دویم سفر پر مهال وویل چې سولې ته نږدې شوي دي.