fbpx

غزني کې ۲۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

هوایي ځواکونو د غزني ولایت د قره باغ ولسوالی په مربوطاتو کې پر وسله والو طالبانو هوایي بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې شاخوا ۲۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په جنوب ختېځ کې د ملي پوځ ۲۰۳ تندر قول اردو نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې هوایي ځواکونو دغزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د موشکي او جرکنو په سیمو کې پر وسله والو مخالفینو هوایي بریدونه کړي، چې په پایله کې یې ۲۱ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او څلور تنه ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د دې ترڅنګ د ۲۰۳ تندرقول اردو جزوتامونو د امنیتي ځواکونو سره په ګډه د (تندر۶) په نوم د ګډو چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې دوه کړۍ ماینونه کشف اوشنډ کړي او په سیمه کې یې یو تن شکمن هم د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.