fbpx

دجګړو له کبله سلګونه کورنۍ باميانو ته کډه شوې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، د وروستیو جګړو له امله د خاص اروزګان، مالستان او جاغوري ولسوالیو ۹۳۰ کورنۍ د بامیانو ته ور کډه شوې دي

دغه ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تر ۷۰۰ پورې نورې کورنۍ هم باميانو ته پر لاره دي.

اوچا په خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې دغه راز د جګړې له امله لږ تر لږه ۲۲۶۰ بې ځایه شوې کورنۍ د غزني مرکز ته ور کډه شوي دي.

اوچا ویلي چې دا ارقام یې د جمعې له ورځې راهیسې غونډ کړي دي او لا هم په مالستان، جاغوري او خاص اروزګان کې جګړه روانه ده.

خو په وینا یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو اضافي ډلې جاغوري ته رسېدلي او د عملیاتو لپاره تیاری نیسي.

Loading...