fbpx

د واده پر مراسمو برید کې زوم ووژل شو

د ميدان وردګو ولايت په جلريز ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو په بريد کې د زوم په ګډون درې کسان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه نور ټپيان دي.

د ميدان وردګو د ولايتي شورا غړي شريف الله هوتک وايي چې درنو وسلو دغه بريد تېره ورځ له غرمې وروسته شاوخوا څلور بجې د ذيولات په سيمه کې مېشتو دولتي ځواکونو کړى دى.

د ده په وينا، د دغه بريد پر مهال په سيمه کې د دولت له وسلوالو مخالفينو سره کومه نښته هم نه وه روانه.

دی زياتوي، په دې بريد کې زوم، د زوم د تره زوی او د تره لمسی وژل شوي او درې ماشومان، دوه مېرمنې او څلور کسان ټپيان شوي دي.

هوتک وايي، د سيمې خلک له حکومته د بريد د سپيناوي غوښتنه کوي؛ ځکه چې وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند عبدالرحمان منګل وويل ، چې تېره ورځ شاوخوا څلور بجې پر يو کور مرمۍ لګېدلي چې له کبله يې دوه تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان شوي دي

 دى وايي چې دغه ګولۍ  د دولت له وسله والو مخالفينو سره د جګړې پر مهال پر ياد کور لګېدلې او تر اوسه نه ده څرګنده چې دا ګولۍ چا توغولې ده.

د والي وياند وايي، دا هم تر اوسه نه ده معلومه چې وژل شوي او ټپيان عام خلک دي که د دولت وسله وال مخالفين.

دی وايي، تر څېړنو وروسته به د دغې پېښې پايلې معلومې شي.

Loading...