fbpx

ازبکستان ګډ سوداګریز ګروپ جوړوي

ازبک چارواکي وايي، په پام کې لري، چې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ او راکړې ورکړې یو ګډ ګروپ جوړ کړي

دغه څرګندونې دازبکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه ډيپلوماټ فرقت صدیقوف کړې دي.

نوموړي ویلي، دغه دريو واړه هېوادونه د سوداګرۍ او راکړې ورکړې پراخ فرصتونه لري نو له همدې امله دا هڅه کوي چې ترمنځ یې ګډ سوداګریز ګروپ رامنځ ته کړي.

د صدیقوف په خبره، په دې اړه یې لومړنۍ هڅې پیل کړې او موخه یې دا ده، چې د درېیو واړو هېوادونو ترمنځ شته ستونزې حل شي.

دی وايي، په پاکستان کې د چین سيپیک پروژه د ټولې سیمې لپاره مهمه ده نو افغانستان او ازبکستان ته هم په کار ده، چې له دغه ستر سوداګریز تحول سره ګام پر ګام مخ ته لاړ شي.