fbpx

غلچکي برید کې دوه ملکي وګړي وژل شوي

د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب رسنیو ته وویل، چې پېښه نن سهار مهال د فراه ښار د باغ پل په سیمه کې رامنځ ته شوې.

نوموړي زیاته کړه، چې دوه وسله والو کسانو په یاده سیمه کې پر دوه ملکي وګړو برید کړی او دواړه یې ځای پر ځای وژلي دي.

دی وایي، د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې خو لومړني معلومات ښيي، چې دغه پېښه د شخصي اختلافاتو له امله رامنځ ته شوې ده.

د فراه ولایت شورا هم د یادې پېښې د پخلي تر څنګ په فراه ښار کې د غلچکي بریدونو پر زیاتېدا اندېښنه ښودلې