fbpx

سفما په پاکستان د خبریال د نشراتو بندیز ترهګریز یرغل بولي

په افغانستان کې د جنوبي آسیا د خپلواکه رسنیو انجمن( سفما) د پاکستان کې د خبریال ویب پاڼې د په نشراتو پربندیز غبرګون ښودلی.

د یاد انجمن له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې پاکسان حکومت له خوا په هغه هیواد کې له افغانستان څخه په پښتو ژبه خپریدونکې خبري او تحلیلې ویب پاڼې (خبریال) په نشراتو بندیز یو ترهګریز یرغل دی .

اعلامیه کاږي سفما افغانستان د پاکستان دولت دغه عمل په کلکو ټکو غندي او دا تهجرمآبانه عمل چې د خلکو لاسرسی معلوماتو او اطلاعاتو ته  محدودوی د بشری حقونو د نړیوالې اعلامیې له ۱۹ مادې سره په ټکر کې بولي.

اعلامیه په افغانستان کی د جنوبی آسیا درسنیو د انجمن مشر محمد ضیا بومیا له قوله لیکي؛ موږ د پاکستان له دولت نه په کلکه غواړو چې ژر تر ژره د خبریال ویب پاڼې په نشراتو بندیز لیرې او د هغه هیواد د وګړو سلب شوی حق بیرته ورکړي؛

ښاغلي بومیا په پاکستان کې د رسینو په ملاتړ ادارو او مدنې فعالینو غږ وکړ چې مالوماتو ته د لاسرسي په اړه خپل غږ پورته کړي او پرینږدي چې جابر حکومتونه د خلکو سیاسی او مدني حقونه بند کړي.