fbpx

افغان رسنیو بندیز له نړیوالو بشري قوانینو خلاف عمل دی

په دې وروستیو کي په پاکستان کي پر یو شمیر افغان رسنیو په داسي حال کي بندیز لګیدلی دی چي، دلته په هیواد او سیمه کي د سولي خبرو زور اخیستی دی، په کندهار کي د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره (نی) ، کندهار پریس کلب، د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه، د نړیوالو، ملي او محلي رسنیو  استازي پر نړیواله ټولنه او پاکستان حکومت ږغ کوي چي، د حقوق بشر په نړیوال قانون او تفاهم کي او همدارنګه د افغانستان او پاکستان په رسنیز تفاهم کي پر رسنیزو فعالیتونو بندیز د داړوندو تفاهمونو خلاف عمل او سرغړونه ده.

هیله ده د خبریال ویبپاڼي تر څنګ افغان تلویزونونو، راډيوګانو، ورځپاڼو او انټرنیټي ویبپاڼو ته د نشراتو او خپرونو رسولو په برخه کي له بندیزونو لاس واخلي.

د نړۍ په سطحه هر بشر مالوماتو ته د لاس رسي حق لري، له دې امله باید پاکستان کي میشت اولسونه هم په نړیواله سطحه له مالوماتو بي برخي  نسي.

څه وخت مخکي پر یو شمیر تلویزونونو  او د هغوی پر خپرونو په پاکستان کي بندیز  وو، خو په دې وروستیو کي یوازي پر خبریال ویبپاڼه د بندیز خبره سوې ده.

په افغانستان کي د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره او  خبریالانو د ملاتړ نهادونه په پاکستان کي د رسنیزو نهادونو سره په خبرو بوخت دي او ډاډ یې ورکړی دی ترڅو یاده ستونزي ژر تر ژره حل کړي.

 

 

د جنوب لودیځ زون د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره

 

 

Your SEO optimized title page contents