fbpx

یو ملیون افغانیو په ارزښت فرعي سړکونه جوړ شول

د یو میلیون افغانیو په ارزښت  د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې ۱۱۰ متره فرعي سرک له جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د لغمان ولایت د کلو بیارغونې او پراخیتا ریاست له لوري د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې د قرغیو ولسوالۍ اړوند سیدانو په سیمه کې د (۱۱۴۳۳۳۳) افغانیو په لګښت ۱۱۰ متره فرعي سرک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د کلو بیارغونې او پراختیا ریاست د معلوماتو له مخې یاد سرک د شپږو میاشتو په موده کې جوړ شوی چې شاوخوا درې سوه کورنیو ته یې ګڼې اسانتیاوې برابرې کړي.