fbpx

سوله د افغان ولس ارمان او اړتیا ده

مشرانو جرګه وايي، سوله د افغان ولس ارمان او اړتیا ده، خو د سولې پر سر له سیاسي مشرانو سره د خلیلزاد لیدنې شکمنې دي.

فضل الهادي مسلم یار د نن په عمومي غونده کې وویل، د افغانستان ولس د سولې په اړه د زلمي خلیلزاد پر هڅو ځکه نیوکې لري.

د مسلم یار په وینا که خلیلزاد په دې برخه کې دوه ګونۍ سیاست نه لوبوي نو ولې ټول سیاسي مشران یو ځای ارګ کې نه راټولوي او د سولې په تړاو ورسره خبرې نه کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې خلیلزاد د سولې په تړاو هڅو کې د افغان حکومت او سیاسیون تر منځ توپیري چلند کوي او له هر یوه سره به جلا جلا ډول مشکوکې لیدنې لري، که نه ټول پوهېږي، چې جګړه د حل لار نه ده او د باعزته سولې هرکلی کوي.

په ورته وخت کې ښاغلي مسلم یار د ولسمشر له خوا د سولې په تړاو د مشورتي بورډ جوړېدو په اړه و ویل، ولسمشر په دې کار سره غواړي، هغه کسان چې د سولې په اړه نظر لري د سولې عالي شورا سره د همکارۍ په خاطر په دغه مشورتي بورډ کې سره راټول کړي.

د جرګې یو شمېر نورو غړو هم د سولې پروسه پېچلې او دا یې د لویو زبرځواکونو په ځانګړې توګه د امریکا او روسیې او د سیمې د هېوادونو اوافغان سیاسیون تر منځ سیاسي لوبه وبلله.