fbpx

فضلي: افغان لوبغاړو ته په پاکستان سوپر لیګ کې د لوبېدو اجازه نه شته

ګڼ شمېر افغان لوبغاړي د پاکستان سوپر ليګ سياليو لپاره د لوبغاړو اخيستنې پروسې ته وړاندې شوي دي، خو مخکې تر دې چې دغه پروسه پيل شي،  د افغان کرکټ بورډ عمومي مشر عزيز الله فضلي له پاکستانه عربي اماراتو ته تر رسېدلو وروسته اعلان وکړ چې هېڅ افغان لوبغاړي ته د پاکستان په تجارتي سياليو (پاکستان سوپر لیګ) کې د لوبېدو اجازه نه ورکوي.

دا هم ولولئ: پاکستان پر خبريال وېبپاڼه بندېز ولګاوه

نوموړی وايي چې په لاهور کې د اسيايي شورا د غونډې پر مهال ترې پاکستاني چارواکو په بار بار غوښتنه کوله چې افغان لوبغاړو ته په پاکستان سوپر ليګ کې د لوبېدو اجازه ورکړي.

ښاغلي فضلي خبريال ډاټ کام ته وويل چې دا د افغان کرکټ بورډ پريکړه ده او موږ له خپلي پرېکړي پاکستان هم خبر کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان کرکټ بورډ هم خپلو لوبغاړو ته په افغانستان پریمير ليګ کې د لوبېدو اجازه نه وه ورکړې، که څه هم ځينې لوبغاړي يې د بېلابېلو لوبډلو له لوري اخيستل شوي وو، خو د سياليو تر پيليدا څو ورځې وړاندې يې ټولو هغو لوبغاړو ته چې له پاکستان کرکټ بورډ سره يې قرارداد درلود، امر وکړ، چې په افغانستان پريمير ليګ کې ونه لوبېږي.

دا هم ولولئ: پاکستان د بيان ازادي وګواښله