fbpx

ډېر ژر به د انتخاباتو ابتدایي پایلې اعلان شي

د راپورونو له مخې تر راتلونکو شپږو ورځو، ولسي جرګې ته د ۳۲ ولایتونو د بریالیو نوماندانو ابتدایي نوم‌لړ اعلان شي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات د یکشنبې په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې وویل، سره له دې چې د قوس دوهمه یې د یادو پایلو د اعلان ورځ ټاکلې، خو ټینګار کوي چې که دقت د سرعت قرباني کېږي نو د پایلو په اعلان کې به ځنډ ته ترجیع ورکړي.

سادات وایي، تر اوسه د ۳۲ ولایتونو د بایو مټریک دستګاوو معلومات د اطلاعاتو بانک ته ور اضافه شوي دي او هڅه کوي چې د کابل ولایت د مرکزونو رأیې د بیا شمېرنې پروسه هم ختمه او ډیتابېس ته یې شامل کړي.

دا پّ داسې حال کې ده چې له دې مخکي د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي و، سره له دې چې د رأیو بیا شمېرنه وخت نیسي، خو ممکن د لومړیو پایلو په اعلان اغېز وکړي.

د ولسي جرګې انتخاباتو کې د تقلب او لاسوهنې په تړاو تُند غبرګونونه راوپارېدل او همدا غبرګونونه د دې لامل شول چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د هغو مرکزونو په تړاو چې پر وړاندې یې شکایتونه موجود وو، د رأیو د بیا شمېرنې پریکړې ته اړ شي.

اوس دا کمېسیون شپږ ورځې وخت لري چې د رأیو د بیا شمېرنې پروسه هم پای ته ورسوي.

​په ورته وخت کې پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه په‌دې باور دي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون نه‌شي کولای په ټاکل شوې نېټه لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

په همدې حال کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید وایي، انتخاباتي کمېسیونونو تردې مهاله ونه‌شو کړای چې خلکو ته قناعت ورکړي.

ښاغلی رشید وایي، دوی ته په بغلان کې د رأیو د بیا شمېرنې پروسې د توقف خبرونه ورسېدلي او دا ښيې چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دغې پروسې د شفافیت تکل نه‌لري.