fbpx

ننګرهارکې ۱۵ داعشیانو له جګړې لاس واخیست

چارواکې وايي چې په ننګرهار  ولایت کې ۱۵ داعش جنګیالي د سولې له بهیر سره یوځای شوي دي.

د سولې بهیرسره یوځای شوو داعش وسله والو خپلې وسلې هم له ځانه سره د سولې پروګرام ته وسپارلې.

یاد داعش وسله وال نن د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې د ننګرهار د ملي امنیت په ریاست کې خبریالانوته وښودل شول.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي خبریالانوته وویل، چې دغو داعش وسله والو باندې د وروستیو عملیاتو په پایله کې فشار زیات شوی.

د سولې پروسې سره یو بل یوځای شوی داعش وسله وال بانګ ګل که څه هم د جګړې خبره مني؛ خو وایي چې ښوونځي او پلونه دوی نه دي وران کړي.

هغه زیاته کړه چې ډول، ډول بهرني خلک د دوی په لیکوکې موجود وو، چې هره ورځ به یې نومونه بدلول.
د ننګرهار د چارواکو په وېنا په تېرو پنځه میاشتوکې شا او خوا ۲۵۰ وسله وال کسان، چې داعش او طالب وسله وال پکې شامل دي د سولې بهیر سره یوځای شوي دي.

د ولایتي شورا مرستیا عبېدالله شینواري د ولسوالیو په امنیتي وضعیت خبرې وکړې، هغه وویل، چې بټي کوټ، نازیان، اچین، پچیر اګام او ځېنې نورې ولسوالۍ د امنیت له پلوه ښې شوي او ډېری سیمې د امنیتي ځواکونو د وروستیوعملیاتو له امله په امن کې دي.

چارواکي او د خلکو استازي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې اوس مهال د داعش پر وړاندې په نازیان او اچین ولسوالیوکې د ګډو امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.

Loading...