fbpx

فضل الرحمان: د پاکستان حکومت د ولس په ساتنه کې ناکامه شوى

په پاکستان کې د جمعيت علماء اسلام (ف) مذهبي ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وايي، چې د پاکستان حکومت او امنيتي ادارې د ولس په ساتنه کې په مکمل ډول ناکامه شوي دي.

نوموړي وويل، چې اېس پي طاهر داوړ د اسلام اباد څخه تښتول کېږي او مړى يې په افغانستان کې موندل کېږي او امنيتي ادارې له هېڅ نه دي خبرې. هغه وويل چې د طاهر داوړ د وژنې په اړه دې سمه پلټنه وشي.

دا هم ولولئ:

مومند او شينواري: طاهر داوړ آى ايس آى وژلى

محسن داوړ؛ د طاهر داوړ د وژنې تپوس له پاکستاني حکومته کوو

پاکستاني رسنۍ وايي، چې مولانا فضل الرحمان د اېس پي طاهر داوړ کورنۍ ته ورغى او ارواښاد ته يې دعا وکړه او د هغوى له کورنۍ سره يې غم شريک کړ.

هغه په دغه وخت کې له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې طاهر داوړ يو تکړه آفسر و او وژنه يې زياته دردوونکې ده. نوموړي زياته کړه، چې طاهر داوړ له اسلام اباد څخه وتښتول شو او افغانستان کې يې مړى وموندل شو، خو زموږ امنيتي ادارې په هېڅ نه وې خبرې. هغه وويل، چې د طاهر داوړ وژنه د حکومت او امنيتي ادارو د ناکامۍ لوى ثبوت دى.

فضل الرحمان وويل، چې حکومت د ولس په ساتنه کې ناکامه شوى دى او د امنيتي ادارې مخې ته څه روان دي، په دوى امنيتي ادارې په خپله هم نه دي خبرې. هغه دا غوښتنه هم وکړه چې د دې وژنې پلټنه دې وشي او پکې تورن کسان دې ولس ته وښوول شي.

دا هم ولولئ:

پاکستان پښتانه له افغان ميډيا منع کوي

د افغانانو قاتل په دردناک حالت کې د مرګ په بستر پروت دى

پاکستاني سندرغاړي (زين مالک) په اروپا کې اسلام پرېښود