fbpx

د افغان ځواکونو په عملیاتو کې شپږ تنه وسله وال وژل شوي

تېره شپه د لوګر ولایت د خوښۍ په ولسوالۍ کې د ملي امنیت او ملي پولیسو په عملیاتو کې ۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ګڼې وسلې یې هم نیول شوې دي .

د لوګر ولایت د پولیسو ویاند شاپور احمدزي رسنیو سره په خبرو کې وویل چې تېره شپه ملي امنیت او ملي پولیسو په ګډه  په خوښۍ ولوسالۍ کې عملیات کړي چې  په ترڅ   کې یې ۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او یو شمېر درنې وسلې هم نیول شوې دي

د یوبل راپور له مخې تېره شپه وسله والو طالبانو د لوګر ولایت په برکي برک او خروار ولسوالۍ کې پر ځینو امنیتي پوستو بریدونه کړي دي ، چې د چارواکو په وینا برید په شاه تنمبول شوی دی خو ویل کیږي چې طالبانو مرګ ژوبله هم اوښتې چې کره شمېره یې نه دی معلوم

دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ وړاندې د برکي برک ولسوالۍ ولسوال او د امنیت مدیر په یوه ماین چاودنه کې ووژل شول

طالبانو خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي

Loading...