fbpx

طالبانو د وروستیو راپورونو په اړه غبرکون وښود

وسله والوطالبانو هغه رپوټونه رد کړل چې ګواکي له امریکا سره یي په افغانستان کې په لنډ مهاله حکومت او ټاکنو ځنډولو خبرې کړي دي.

د طالبانو له ادرسه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوی د امریکا له پلاوي سره خبرې کړي خو کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو د سولې مرکچي پلاوی به هر ډول مالومات له ولس سره شریکوي.

له دې وړاندې داسې ګونګوسې وي چې ګنې طالبانو له زلمي خلیلزاد سره په موقت حکومت او د ولسمشرۍ ټاکنو په ځنډولو خبرې کړي دي.

یاده دې وي چې تیره ورځ خلیلزاد په پلازمېنه کابل ښار کې له خبریالانو سره د مرکې پر مهال د سولې د بهیر په اړه په محتاطانه ډول خوشبیني وښود او وې ویل چې، دی هیله مند دی چې د راتلونکې اپرېل تر میاشتې پورې له وسله والو طلبانو سره د سولې پر سر وروستي هوکړې ته ورسېږي.

Loading...