fbpx

ډاکتر عبدالله د فرانسې پلازمېنې پاریس ته رسېدلی

اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د فرانسې پلازمېنې پاریس ته رسېدلی.

پاریس ته د عبدالله او ورسره پلاوي د سفر موخه د اروپا د اقتصادي همکاریو سازمان په غونډه کې ګډون کول دي.

د اجرائیه ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه راغلي ، ښاغلي عبدالله او ورسره پلاوی پاریس ښار ته رسېدلی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې نوموړی به د اروپا د ۲۰۱۸ کال د اقتصادي همکاریو پراخیتا سازمان په غونده کې د ګډون تر څنګ هلته وینا هم ولري.

سرچینه وايي، عبدالله به په خپله وینا کې د سوداګرۍ، اقتصادي پراختیا، پانګونې په برخه کې د افغانستان لاسته راوړنې د کنفرانس له کډونوالو سره شریکې او په دې برخو کې به د هغوی څخه د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړي.

دغه راز خبرپاڼه زیاتوي، چې نوموړی به د دې کنفرانس تر څنګ د فرانسې له لوړ پوړو چارواکو، د اقتصادي همکاریو د پراختیا سازمان له رییس، د یونسکو له رییس او د کنفرانس له مشرتابه پلاوي سره ناستې او خبرې ولري.