fbpx

د ولسمشر ځینې مشاورين لکه سوی په وېښه ویده دي

 

افغان ولسمشر که څه هم په دې وروستیو کې د راتلونکو ټاکنو لپاره نمایشي کارونه او سفرونه پیل کړي؛ خو د تېرو دریو کلونو په اږدو کې يې د ولایتونو لپاره د پام وړ کارونه هم کړي او د هرې ولسي غونډې په اږدو کې یې د ولس او مشرانو غوښتنې منلې او حکم کړې دي. په ارګ کې یوه سرچینه وايی د ننګرهار لپاره يې په ولسي او فرهنګي برخه کې ګڼ فرمانونه صادر کړي چي یوه برخه يې مستقیم د ولسمشر د فرهنګي سلاکار لعل پاچا ازمون ته متوجه کیږي، خو هغه پکې ټګي کړې د هیڅ یوه فرمان د تعقیب لپاره يې چاته څه ندی ويلي.

همدارنګه ولسمشر د رسنیو په برخه کې ښاغلي ازمون ته لار ښونه کړې وه چې باید د ننګرهار د راډیو ګانو او تلویزیونو لپاره له مرکز نه اعلانات واخلي او په مساوي توګه يې  رسنیو ته ور کړي.

همدارنګه د ننګرهار خبریالانو ته باید یو مطبوعاتي مرکز جوړ شي، چې دا کار هم فرهنګي سلاکار او د ارګ مطبوعاتي ټیم ته وسپارل شول خو کلونه ووتل چې بیا پوښتنه هم ونه شوه.

د کابل پوهنتون استاد او د ولسمشر فرهنګي سلاکار ښاغلی ازمون چې کله ارګ ته تللی، نه یواځې چې په ارګ کې کار نه کوي بلکې کابل پوهنتون ته هم اوس په میاشت کې یو ځل ځي په داسې حال کې چې باید په اونۍ کې څلورو ورځې حاضري ورکړي. که څه هم ازمون په یو شمير فرهنګیانو کې د ښه شاعر او لیکوال نوم لري، خو ځیني نور چې بیا ښاغلی ازمون له نیږدې پیږني، وايي چې فکري توازن يې جوړ ندی هیمشه ورته خپلې شخصي ګټې مخکې دي.

که څه هم ښاغلی ازمون په یوه بد مغزه انسان مشهور دی خو په دې وروستیو کې يې دا هم ثابته کړله چې هېواد ته هم ژمن سړی ندی، او د ولسمشر د رنګ بدي په خاطر يې د پاکستان یو شمير فرهنګیانو ته یې له ولسمشر څخه د میډالونو غوښتنه کړې وه چې په دغه کسانو کې یو شمير يې رښتیا هم درانه لیکوالوالان او د هنر خاوندان وو؛ خو په دوی کې يې د اي اېس ای د یوه جاسوس  نوم هم ولسمشر ته وړاندې کړی و او هغه ته يې هم د مير مسجدي خان مډال ورکړ. دغه کس سفید شاه همدرد نومیږي د وحدت ورځپاڼې بنسټګر دی، وحدت هغه ورځپاڼه ده چې هیمشه يې د افغانستان جګړه رابللې او په دغه هیواد کې شهید شوو انسانانو ته د هلاک او د زبردستې مرګ ژوبلې کلیمه کاروي.

له میډالونو وروسته ګڼو کسانو په ټولنيزه میډا کې د ولسمشر فرهنګي سلاکاران او په اسلام اباد کې پخوانۍ افغان سفیر عمر زاخیلوال ملامت کړي وو. ځینو بیا ولسمشر ته سپکې سپورې ویلې وې.

د کوزې پښتون خوا نوم وتي لیکوال او شاعر ښاغلي صادق ژړک ویلي و چې دغه میډالونه دا مانا لري لکه حمید ګل او کرنل امام ته چې ور کړل شوي وي.

همدارنګه د ارګ په نشو مست یو شمير نور مشاورین هم شته چې د خپل ولایت او ولس غم ندي اخیستی

د کندهار لپاره هم د ګڼو کارونو ژمنه شوې وه خو څوک نشته چې پسې وګرځي

په ارګ کې د یوې سرچینې د معلوماتو له مخې د ولسمشر ګڼ فرمانونه د چارو له ادارو ندي وتلي، هماغلته په الماریو کې پراته دي.

د سرچني په خبره د کندهار لپاره هم ولسمشر د ښځینه ښوونکو دامتیازاتو لوړولو لپاره حکم ور کړ او همدارنګه يې په دغه ولایت کې د ښوونځیو د زده کوونکو لپاره، د لیلیه  جوړ ولو امر وکړ، او ګڼې داسې نورې پروژې دي چې په ارګ کې منل شوې خو د تعقیب یې څوک  نشته.

نو ویلو شو چې په یو خوا ارګ ملامت دی چې د ولایتونو برخه په کمال سادات او ازمون غوندې کسانو پوره کوي له بلې خوا د ولایتونو نور فعاله ځوانان او مدني فعالان ملامت دي چې د خپل حق غوښتلو په خاطر دوی له ګيروان نه رانیسي.