fbpx

د افغانستان د سولې په تړاو خلیلزاد له حنیف اتمر سره کتلي

د امینیت شورا پخواني رئیس محمد حنیف اتمر د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزات سلاکار زلمي خلیلزاد سره وکتل .

په دې لیدنه کې د افغان سولې په روان بهیر هړ اړخیز بحث شوی دی .

د اتمر د رسنیز دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي ، چې په یاده ناسته کې د سولې پر بهیر سربېره په راتلونکې ولسمشریزې ټاکنو اړه هم خبرې شوې دي.

په خبرپاڼه کې د خلیلزاد له قوله راغلي دي ،چې د سولې خبرې به دافغانانو په مشرۍ مخ ته ځي او امریکا د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې څخه ملاتړ کوي، خلیلزاد زیاته کړې ده چې د هیڅ کوم لوري سره د مؤقتې ادارې په رامنځته کېدو بحث نه دی او په خپل وخت یې د ټاکنو ترسره کېدو ملاتړ کړی دی .
دا په داسې حال کې زلمي خلیلزاد د افغانستان له سیاسي او جهادي چاروکو سره د سولې په اړه د خبرو په موخه د دوهم ځل لپاره افغانستان ته راغلی ا و درې ورځې وړاندې یې په قطر کې د طالب مشرانو سره هم لیدنې کتنې ترسره کړې دي