fbpx

په کندوز کې يو لوی سړک د جنرال رازق په نوم ونومول شو

په کندز ولایت کې د لومړي ځل لپاره د افغان ځواکونو په ملاتړ خلک سره راټول شوي وو او د امنیتی ځواکونو څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ . قومي مشرانو، دیني عالمانو او مدني فعالانو د افغان ځواکونو وروستۍ قربانۍ او سرښندنې وستایلې او زیاته یې کړه چې په تش لاس د نړی له استخاراتو سره په جګړه کې ښکیل دي او د سرونو په نذرانه کولو د خپلې خاورې دفاع کوي .

قومي مشران وايي چې د نظام په لیکو کې موجود ټول امنیتي ځواکونو ته درناوی لري او د اړتیا پر مهال دوی هم چمتو دي، چې ورسره اوږه په اوږه د دښمن پر وړاندې مبارزه وکړي.

په دې غونډه کې د دغه ولایت یو مهم سړک چې د دوري ښار ګوټي څخه تر هوایي ډګر غځیدلی، د شهید ستر جنرال عبدالرازق اڅکزي په نوم ونومول شو.

د کندز خلکو د افغان ځواکونو ورستۍ قربانۍ وستایلې او زیاته یې کړه چې په کمو امکانانو د نړۍ له استخباراتو سره په مبارزه کې ښکیل دي .

دوی وایي ډيری کندوزیانو خپل ځامن امنیتي لیکو ته استولي او وایي د اړتیا پرمهال دوی هم چمتو دي ترڅو د خپلو امنیتي ځواکونو سره لاس په لاس ودرېږي .

دکندز والي بیا د خلکو دغه ډول غونډې د افغان ځواکونو په پیاوړتیا کې اغیزناکې بولي او وایي ځواکونه له داسې ملاتړ غونډو څخه لا مرال اخلي ترڅو ښه دنده تر سره کړي .

غونډه کې د شملې پامیر فرقې استازي وویل چې په دې وروستیو کې د کندزیانو جلب او جذب د ملي اردو په لیکو کې درې برابره زیات شوی دی.

د غونډې په پای کې څلور کیلو متره سړک چې له کندز ښار څخه تر هوایي ډګره غځېدلی، د ستر جنرال عبدالرازق په نوم ونومول شو.