fbpx

غنم وکرئ او له کوکنارو ډډه وکړئ

په ننګرهار کې د کوکنارو کر د مخنيوي په پار د ځينو ولسواليو له کروندګرو سره د اصلاح شويو تخمونو او يوريا سرې مرسته شوې.

د ننګرهار ولايت ګوشتې ولسوالۍ کې کرنې رياست له لوري د ولسوال شيرشاه حسيني په لاس (۴) سوه بزګرو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او يوريا سره ووېشل شوه.
ولسوال له بزګرانو وغوښتل، چې په خپلو ځمکو يوازې حلال فصلونه وکري او د کوکنارو له کر څخه ډډه وکړي.
نوموړي له ولسونو وغوښتل، چې په خپلو ځمکو کې د غنمو اصلاح شوي تخمونه وکري او که څوک کوکنار وکري ځمکه به يې اړول کېږي او کروند ګرو سره به د قانون له مخې چلند تر سره شي.

بل لور ته په کوز کونړ کې هم سلګونه بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او يوريا سره ووېشل شوه
په دغې  ولسوالۍ کې هم د کرنې رياست له لوري سلګونه بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او يوریا سره ووېشل شوه.
د کوز کونړ ولسوال ډاکتر اسماعيل شينواري وويل، چې هر بزګر ته پنځوس کيلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم او سل کيلو ګرامه يوريا سره ووېشل شوه.
نوموړي وويل، چې د دې سيمې خلک په زياته اندازه کرنيزې ځمکې لري او له کرنې رياست څخه يې وغوښتل، چې په راتلونکي کې هر بزګر ته د غنمو برخه زياته کړي.