fbpx

نیوزیلینډ پاکستان ته په لومړۍ ټېسټ لوبه کې شرمونکې ماتې ورکړه

د نیوزیلینډ اوپاکستان لوبډلو ترمنځ ټېسټ سیالي د نومبر پر (۱۶) مه نېټه پیل شوې وه او نن د همدې میاشتې پر( ۱۹) مه نېټه د نیوزیلینډ په ګټه پای ته ورسېده نیوزیلینډ په دې لوبه کې د دویم ځل لپاره یو تاریخ جوړ کړ هغه داچې  پاکستان ته یې په کمو څلور (۴) منډو ماتې ورکړه .

په یاده ټېسټ لوبه کې لومړی توپ وهنه نیوزیلینډ لوبډلې ترسره کړه ، نیوزیلینډ په لومړي وار د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ( ۱۵۳) منډې جوړې کړې
پاکستان د یاد هدف په ځواب کې( ۲۲۷) منډې جوړې کړې چې د نیوزیلینډ لوبډلې څخه یې( ۷۴ ) منډې ډېرې جوړې کړې.
نیوزیلنیډ په دوهم وار پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره (۲۴۹) منډې جوړې کړې چې (۷۴) منډې په لومړۍ پاڼۍ کې د پاکستان لوبډلې باقي وه نیوزیلینډ د یادو منډو پوره کولو سره ټولې ( ۱۷۴) منډې هدف پاکستان ته کېښود

د لوبې په وروستۍ او د پاکستان پر دویمه پاڼۍ کې د پاکستانۍ لوبډلې پیل ښه و خو د یادو( ۱۷۴) منډو په ځواب کې پاتې راغله او د لوبې پرمنځ کې لوبډله د ستونزو سره مخ شوه پاکستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سر ټولې( ۱۷۰) منډې جوړې کړې  او د( ۴)  منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

په توپ اچونه کې د نیوزیلینډ لپاره( ۳۰) کلن اعجازا لحق د پاکستانۍ لوبډلې( ۸)  لوبغاړي وسوځول چې په لومړۍ پاڼۍ کې (۳) او پر دویمه پاڼۍ کې هم پنځه( ۵) لوبغاړي له مخې پورته کړ د اعجازالحق دا لومړۍ ټېسټ لوبه وه  او د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.
د پاکستان او نیوزیلینډ ترمنځ دا مهال د ټېسټ لوبو لړۍ په اماراتو کې روانه ده چې لومړۍ لوبه یې نن نیوزیلینډ په بریا پای ته ورسېده او د لړۍ دوهمه ټېسټ لوبه به یې د نومبر پر( ۲۴) مه نېټه پیل شي.

خان وزیر عابد

Loading...