fbpx

له پنځو کلونو راهيسې د هلمند بُست تصدۍ فعالیت نه دی کړی

له  پنځو کلونو راهسي د هلمند بُست تصدۍ فعالیت  نه دی کړی  او زرګونه کسان یې بې روزګاره شوي دي.

د بُست تصدۍ چارواکې وایې له (۱۳۹۲) لمریز کال را پدېخوا يې له کروندګرو څخه پنبه نه ده رانیولې او دا مهال یې کارونه په ټپه ولاړ دي.

د بُست تصدۍ سرپرست عبدالباقي په وینا چې په تېرو (۱۷) کلونو کې د دې فابریکې د پیاوړتیا لپاره ډېرې ژمنې شوې چې ځانګړې بودیجه به ورکول کیږي، خو تر دې مهاله يوازې دوه نوي  جنراتورونه ورکړل شوي او بس.

د تصدۍ مسولین زیایوي، ددې لپاره چې تصدي فعالیت نه کوي کروندګرو هم د پخوا په پرتله د پنبې کښت کم کړی او د کوکنارو کر ته يې مخه کړې ده.

د چارواکو په خبره، د ګاونډيو هېوادونو ترڅنګ مافيايي کړۍ کوښښ کوي چې دغه شان فابريکې له فعاليت څخه پاتې کړي، ترڅو خپل توليدات بازار ته عرضه کړي.

په دې اړه ګروندګر وايي د مني په موسم کې به هره ورځ لسګونه تراکټوره پنبه دغې تصدۍ ته راوړل کېده خو اوس هېڅ نه شته.

د هلمند د والي وياند عمرځواک هم وایي چې د بوديجې د کمښت له امله د بُست تصدۍ چارې ټکنۍ شوې دي.

د هلمند مالوچ د سپينو زرو په نوم يادېده چې نورو هېوادونو ته به هم صادرېدل خو اوس یې تصدي د بودیجې د نشتون له امله په ټپه ولاړه ده.

د يادونې ده چې څو ورځې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني هلمند ته د خپل سفر په ترڅ کې ويلي و چې د بست تصدۍ د فعاليت د بېرته پيل لپاره به درې سوه ميليونه افغانۍ دې تصدۍ ته ورکړي.