fbpx

اروزګان کې د شري پر ضد لس ورځنی کمپاین شو

روغتیايي چارواکي وايي په اروزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې د شري لس ورځنی کمپاین چې د دوشنبي په ورځ په رسمي توګه پیل شو، له يو لک او ۸۶ زره ماشومانو له جملي څخه به يوازي ۶۵ زره ماشومان واکسين شي.

د اروزګان ولایت د عامې روغتیا ریاست مسؤل خان اغامیاخیل وايي چې د شري د دغه کمپاین په موده کې چې لس ورځي به دوام وکړي له ۹ تر ۱۰ کلونو عمرونو ترمنځ ماشومان به د مسلکي واکسناتورانو پرمټ واکسین شي.

د ښاغلي میاخیل په وینا چې د شري دغه کمپاین به په ترینکوټ،د هراوود اوګیزاب ولسوالیو کې مسجد په مسجد پلي شي.

دا په داسې حال کي ده چې له دې وړاندې د اروزګان ولایت دولایتي روغتون داکټرانو خبر ورکړی وو چې په دغه ولایت کې دشري ناروغۍ د پخوا په پرتله څو برابره لوړه شوي او ګڼ شمیر ماشومان يې تربستره رسولي دي.

دعامې روغتیا ریاست رئیس خان اغا میاخیل په خپلو خبرو کي زیاته کړل چې دشري له دغه واکسین څخه زرګونه ماشومان بې برخې دي او په همدې تړاوو هم له طالبانو سره خبري رواني دي چې پاته سیمو ته هم واکسیناتوران ولیږي او په معیار برابر ماشومان واکسین کړي.

 

احسان الله ولسمل