fbpx

پاکستان ولې ډیورنډ کرښه توده ساتي؟

ليکوال : حيات روغانى

دا میاشت چې تاسو 'پښتون' لولئ، په لسم نومبر (1989) د برلن دېوال یاد کړئ او پۀ دولسم نومبر (1893) د امیر عبدالرحمان او مارټیمر ډیورنډ روحونو باندې زړونه سپک کړئ.

د مشرقي او مغربي جرمني تر منځ نړېدلى دېوال خاندي! د جنوبي او شمالي کوریا تر منځه توده سړه شوې ده! د پاکستان او هندوستان تر منځه واهګه نارمل ده! بنګله دېش برما ته سرحد پرانیزي! سعودي عرب اسرائیل ته خپل فضائي حدود پرانستل! ترکي د امارت د چسکې سره د یونان او بلغاریه په پوله پښه ایښې يورپي یونین ته ننوځي! چین ټوله دنیا کې د تجارت لپاره سړکونه غزوي ـــ یو پاکستان دى چې دلته د دهشتګردۍ د اپرېشنونو نه متاثره پښتنو ته د کراچۍ او لاهور لارې بندولى شي.

دا بیخي عجیبه ده. د کرښې دواړو خواو ته مېشته ولسونو لپاره د افغانستان او پاکستان تر منځه ډیورنډ کرښه د دنیا د نورو ټولو ملکونو ترمنځ د موجودو کرښو نه زیاته بدبخته او سپېره کرښه ده. په دې کرښه د افیمو، پوډرو، بمونو او بمبارانو لار څوک هم نه نیسي خو که نیسي نو د دعا لار نیسي، د ژوند لار نیسي، د روزګار لار نیسي، د ادب لار نیسي، د تعلیم لار نیسي.

د ډیورنډ کرښه صرف د دوو ملکونو تر منځه کرښه خو نه ده، د یو قام تر منځ کرښه ده. د دې کرښې سماجي، اقتصادي او سیاسي اغېز باندې دې څوک ځان پوهه کړي. دا حقیقت دې تسلیم کړى شي چې د دغه سپېرې کرښې یو اړخ ته جنت او بل اړخ ته دوزخ نه شي کېدى؛ یا به دواړې خوا جنت وي، یا به دواړې خوا دوزخ وي. څوک د تاریخيت شعور لرونکى به ونه وايي چې ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځه متنازعه کرښه نه ده. دا 'ډیورنډ' کرښه چې د چا د نوم سره منسوب ده، ایا دا د متحده هندوستان څوک مسلم لیګي رهنما صاحب و؟

د ډیورنډ کرښې دواړه اړخونو ته مېشته افغانان پښتانه شریکه ژبه لري، شریکه تاریخي حافظه لري، شریک کلتور لري، د یو شان موسمي تغیر سره مخ کېږي، یو شان د قدرتي افتونو نه متاثر کېږي، معروضي حالات په هغوى یو شان اثر غورځوي. د پاکستان په ختیځه پوله واهګه که د هند د پنجاب سره د پاکستان د پنجاب ژبه، کلتور او سماجي رویې تر دې چې روماني داستانونه او فلمونه یو شان دي خو صرف د مذهب فرق يې دى نو په دې سپېره کرښه خو د مذهب فرق هم نشته ـــ مذهب خو څه چې د مسلک فرق هم نشته. په پټ او زوره د امین یا د دالین او ذالین فرق هم نه لري. بس وخت سره به پښتو دېخوا لږه اردو زده شوې وي او اخوا ژبه د وخت د سره لږه دري زده ده!!!

کابل کې بدلېدونکى موسم د دې ټولې خطې د موسم بدلېدو یو فطري تمهید وي. د کابل سیلۍ د دې خوا د اوړي او ژمي خویونه بدلوي. ځه درې کاڼي لاس کې واخله او ووایه چې څلوېښت کاله وړاندې کابل کې د بل شوي اور نه دا اړخ بچ پاتې شو؟ نه. نو بیا حقیقت ولې نه تسلیموې؟

دا خبره چا ستا غوږ کې پوک وهلې ده چې ډیورنډ کرښه به دې مات کړي؟ هندوستان نه چې بېلېدې نو ډیورنډ کرښه تر منځه وه؟ دا د بنګال سره تر منځه هم ډیورنډ کرښه وه؟

خلک ځمکې په زور نیولى شي، قامونه د چا پلار هم په زور غلامان نه شي ساتلى. یونان مات شوى نه و؟ د جرمني کنفیډرېشن چې 1867 کې جوړ شوى و، 1949 کې دغه جرمني مات نه شو؟ 1989 کې یو ځاى نه شو؟ سلطنت عثمانیه مات شوى نه دى؟ افغانستان مات کړى شوى نه و؟ د زرګونو کلونو متحد هندوستان مات نه شو؟ دا پاکستان چې د کلیمې په نوم جوړ و، مات نه شو؟ قامونه چې کله هم په غېر فطري توګه تقسیم شي او ملکونو کې ووېشلى شي نو هغه ملکونه ماتېږي. قامونه د سیند اوبه وي، خپلې لاره کې څه خنډ او درینجق نه مني!!!

د ډیورنډ کرښې تورې بلا نه په رڼا ورځ مه وېرېږه. هغه وخت لا نه دى راغلى نو ته څه له د هغې ورځ په نفسیاتو کې ژوند کوې؟ هغه وخت چې راشي نو طاقتونه د قامونو لارې نه شي نیولى؟ ته که غواړې چې پاکستان دې سلامت وي، دغه وهم دې ووژنه! دغه پیشو لوشلو نه قلار شه! د 'افغان' نوم نه وېرېدل پرېږده!!!

ښه په راستۍ د افغانستان د دولت سره ودرېږه او دا کوم د دېوانو پېریانو د اور بچي چې د کرښې دې غاړه او هغه غاړه غارونو کې پټ د مذهب په نوم دهشتګردي کوي، دواړه ملکونه سره خپلو کې د همکارۍ په ذریعه د دوى مونډ وباسئ. مونږ درسره د پولې دواړو خواو نه ولسونه په ملاتړ ودرېږو. تر څو چې مو امن لپاره زمکه وتره کړې نه وي، په خداى که بل څه هم وکړئ. دلته د پاکستان دننه حالات ولې خراب دي؟ خو امن باوري نه دى نو ځکه کنه!!! نور څه دي؟

د دواړو ملکونو ترمنځه تعلیمي، علمي، ادبي، کلتوري، تجارتي او اقتصادي لارې پرانیزئ! یواځې تورخم او چمن کافي نه دي، نور نور ځایونه مرکزونه هم جوړ کړئ! دغه ازغن تار چې خوروئ، که سبا قام د یو ځاى کېدو لپاره پاڅي نو دغه ازغن تار يې مخه نیولى شي؟ شل ګزه دنګ او شپږ لوېشتې پلن دېوال به يې هم مخه ونه نیسي!!!

ته ژوند ته لار خو پرانیزه کنه. کله چې خلکو ته د ژوند مېدان تنګ شي نو هغوي خو به خامخا ځان له څه رو ګوري!!! زه هغه پښتانه او پنجابیان هم پېژنم چې افغانستان ته روزګار لپاره ځي او د پاکستان او افغانستان حکومتونو ته ښېرې کوي. زه هغه افغانان هم پېژنم چې پاکستان کې يې روزګار کولو او اوس په خپله خوښه افغانستان ته پاخه تلي دي. څه پوهېږي چې ولې؟ افغانستان به جوړ شي. هلته حکومت او ولس د دهشتګردۍ په خلاف یو ځاى ولاړ دي. هلته فکري تقسیم نشته. دا اوسني انتخابات دې ولیدل؟ څومره حملې وشوې؟ ځانمرګي بریدونه وشو؟ افغانانو بیا هم خپل د ووټ حق استعمال کړو. پولنګ په ګېنټو ګېنټو ځنډ نه پس پېل شو او د ټاکلي وخت نه څلور ګېنټې پس هم جاري و. نور سیاسي شعور او د وطن د ابادۍ لپاره قرباني څه ته وایې؟ بد امني خو دلته هم وه، ټګي هم دلته هم وه!!!

دا هم ولولئ:

پاکستان پر خبريال وېبپاڼه بندېز ولګاوه

پاکستان پښتانه له افغان ميډيا منع کوي

فضل الرحمان: د پاکستان حکومت د ولس په ساتنه کې ناکامه شوى

زه خو ډاکټر نجیب باندې ماتم کوم خو په ضیاء الحق يې نه کوم. اګر که یو وخت يې ځان نه د طالبانو مور جوړه کړې وه خو چې خپل موقف باندې يې نظرثاني وکړه نو زه په بېنظیر بهټو هم خفه شوى وم. ما خو د عبدالجبار قهرمان جنازه هم وکړه او د جنرال رازق هم. زه خو د امن په لار کې د قتل شوو پولیسو په ګورونو هم د دعا لپاره ودرېږم؛ د ترهګرۍ په ملاتړ د ولاړ چا تعزیت نه شم کولى. دا راته د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د وژل شوي ولس د وینې سره خیانت ښکاري.

هغه بله ورځ زما بابا باچاخان ویل چې افغانستان کې جنګ به دا خاوره هم لو لپه کړي، پرون زما بابا ولي خان ویل چې دا جنګ به د اټک په سیند هم واوړي )یقین وکړئ لا اوړېدلى نه دى(، نن زما مشر اسفندیار ولي خان وايي د پُر امنه او مترقي افغانستان نه بغېر پُر امنه او مترقي پاکستان ممکن نه دى او د پُر امنه او مترقي پاکستان نه بغېر پُر امنه او مترقي افغانستان ممکن نه دى )که اوس هم د هوش نه کار وانه خستى شي نو دا اور به راتلونکې مرحله کې په اټک واوړي(.

که افغانستان وي که پاکستان؛ د چا د مورنۍ ژبې د ختمولو یو ناکامه کوشش به وکړى شي، د چا اقتصادي محاصره به وکړى شي، د چا څه وسايل به جبراً وقتاً استعمال کړي، د چا قامي شناخت باندې به د خاورو اړولو کوشش وکړي ـــ د رګونو ټوله وینه خو يې نه شي بدلولى، خوبونه خو ترې نه شي تروړلى، رنګونه خو يې نه شي اړولى، بغاوتونه خو يې نه شي ځنډولى، لېونتوبونه خو يې نه شي ساهو کولى، حافظه خو يې نه شي تالا کولى.

انتهاپسندي چې هر صورت کې ده، دا یواځې د افغانستان او پاکستان لپاره نه بلکې دې ټولې سیمې او ټولې نړۍ لپاره خطره ده. که د افغانستان له خوا په پاکستان کې ترهګر حمله کوي او که د پاکستان له خوا په افغانستان کې، دا مشترکه دښمنان دي او په دې کې دې څوک د ترور ماما زامن نه کوي. پاکستان کې د پنجاب دننه چې کومه انتهاپسندي په ټي وي رپورټ کېږي او تبصرې پرې کېږي، دغه مسئله البته ټولې خطې لپاره د سنجیده نوعیت ځکه نه ښکاري چې دغه انتهاپسندي کنټرولډ ده او د پاکستان اصطلاح کې دې خلکو ته 'اپنے' (خپل) ویلى کېږي. د دوى راپاڅېدل هم د ګېس د پوکڼۍ په شان وي او کېناستل يې هم. دوى کې دا لوى کمال دى چې د زرو روپیو لفافه واخلي او خپل کور ته ځي. دا زیات نه زیات په جمهوري حکومت د دباو لپاره د tool په توګه استعمال کې راځي. سیمه کې په روان سیاست د دوى داسې څه زیات اثر نه پرېوځي او ځکه خو یو ملک هم دغه د شنو طوطیانو عناصر سنجیده نه اخلي.

د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ماشومانو، ښځو، زلمو، بوډاګانو، وکیلانو، طالبعلمانو، استادانو، سیاستدانانو، صحافیانو، سپاهیانو او حکومتي چارواکو وینې یو شان ارزښت او قیمت لري. سر برابر د سر دى. دا سرونه تش د افغانانو دي. نور قامونه په دې جنګ کې په پېښه نښه کېږي. څوک دې دغه خوش فهمي کې نه وي چې دا اشر به تل په افغانانو وي.

مونږ چغې وهو چې خارجه پالیسي دې ازاده وي او هغه بله ورځ اخبار کې خبر راغلو چې پاکستان به د تائیوان سره هېڅ تعلقات نه په سرکاري او نه په غېر سرکاري کچ ساتي ـــ ولې به نه ساتي؟ د دې د ځواب ضرورت خو نشته.

د دې سوال پورته کولو ضرورت شته چې نوره به څومره افغان وینه تويېږي؟ دنیا دې ومني چې افغانان په وژلو خو نه شي ختمولى. بیا نو حل دا دى چې ژوند ته لارې پرانيستل شي.

ليکوال : حيات روغانى، نوموړى ملتپال افغان ليکوال، شاعر او په پېښور کې د (پښتون) مجلې مدير دى.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــ

هره ليکنه د ليکوال خپل نظر دى، لازمه نه ده چې د خبريال اداره دې ورسره همغږې وي. تاسې هم کولاى شئ چې موږ ته مو خپلې ليکنې د خپراوي لپاره راولېږئ. زموږ برېښناليک: khabarialweb@gmail.co