fbpx

خلیلزاد ولسمشر غني ته د خپل سفر راپور ورکړ

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد ولسمشر محمداشرف غني ته د افغانانو په مالکیت او مدیریت د سولې د هلو ځلو لپاره د سیمې ځینوهېوادونو ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړل .

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ګلخانې مانۍ کې وشوه، ډاکټر زلمي خلیلزاد جمهور رئیس ته د خپل سفر او په قطر کې د طالبانو استازو سره د لیدنې په اړه راپور ورکړ او دغه سفر یې مثبت وارزاوه.

ښاغلي خلیلزاد وویل، دسولې بین الافغاني مذاکراتو د پیلولو لپاره به د امریکا متحده ایالاتو هڅې ادامه ولري او موږ به د دغو مذاکراتو په بهیر کې  ممد رول ترسره کړو. هغه زیاته کړه، شرایطو ته په پام تر بل هر وخت د سولې بین الافغاني مذاکراتو پیلولو ته زمینه برابره ده.

ډاکټر خلیلزاد څرګنده کړه چې د امریکا متحده ایالات د ستراتیژیک ملګري په توګه د افغانستان خلکو، حکومت او قوانینو ته درناوی لري او د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې چې د افغانانو په اراده او تصمیم ترسره کېږي  او د امریکا متحدو ایالتونو حکومت هر ډول همکارۍ ته چمتو دی .

ښاغلي غني د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د هلو ځلو قدرداني وکړه وې ویل، سوله چې د افغانستان  دخلکو اساسي غوښتنه اود حکومت  له لویو موخو څخه ده، د سولې بین الافغاني مذاکراتو ته پوره چمتووالی لري.

سرچینه زیاته وي ولسمشر غني د هېواد له سیاسیونو او د بېلابېلو اقشارو استازو سره د سولې په اړه ناستو ته په اشارې وویل، د هېواد د بېلابېلو اقشارو استازي ژر تر ژره د سولې د بین الافغاني مذاکراتو د پیلولو غوښتونکي دي.