fbpx

د پاکستان پوځ لخوا د خبريال ويبسايټ بنديدل شرمناک عمل دی

څو ورځي کيږي چي د خبريال مشهوره خبري او د هر اړخيزو معلوماتو خپروونکې ويبپاڼه د پاکستان د دولت او پوځ لخوا په پاکستان او محکومه پښتونخوا کي ددې ويبپاڼي د لوستونکو پر مخ تړل سوې ده.

خبريال ويبپاڼه د ورځنيو تازه خبرونو تر څنګ شتمن کلتوري اړخ هم لري چي په محکوم افغان خاوره کي افغانان خپله ادبي او کلتوري مينه په ماتوي.

 په هالنډ کي افغاني کلتوري ټولنه د پاکستان د دولت د چلوونکي "فوج" لخوا د نوموړي ويبپاڼي تړل کيدل يو شرمناک عمل بولي او کلکه غندنه يې کوي.

موږ د خبريال ويبسايټ د ژر تر ژره بيرته خلاصيدو غوښتني تر څنګ پر افغان دولت ږغ کوو چي په افغانستان کي د پاکستاني انلاين رسنيو په بنديدلو ته دوی ته وښيي چي يو من اوړه څو پتيري کيږي.

په درنښت

په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني مشر

عبدالله احسان