fbpx

غزني کې د سولې په ملاتړ غونډه وشوه

په غزني کې د افغان حکومت او سولې پروسې په ملاتړ غونډه وشوه او ولسونو پکې له افغان حکومت او سولې بهیر سره د هر راز همکارۍ ژمنه اعلان کړه.
 د یاد ولایت  له مقام نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون په دې غونډي کې د ولایتي شورا منشي حمیدالله سروري، د علماوو شورا مشر مولوي محمد اسمعل روحاني، قومي مشرانو خلیل الله هوتک، ډګروال محمد شریف حداد، بشیرعلي شفق، سید هاشمي، شکریې ولی او بهشته میني ویناوي وکړي.
وینا والو پر ولسونو غږ وکړ، څو د سولي په ټینګښت، له جګړي څخه د وسله والو ډلو د لاس اخیستلو او امنیت په تینګښت کې خپل فردي مسئولیت ادا کړي.
خبرپاڼه لیکي د غزني والي له سوداګرو وغوښتل څو د جګړو له کبله زیانمنو او بیځایه شویو کورنیو سره همکاري او مرسته وکړي.
والي ښاغلي کلیمزي په غزني کې د امنیتي ستونزو شتون او پر وړاندي یې د لازمو اجرآتو نه ترسره کیدل ومنل خو ټینګار یې وکړ چې لامل یې د ځایې اداري کمزورتیا، غفلت او ناغیړي نه بلکه د امکاناتو کموالی دی.
بلخوا د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندان تورنجنرال دادان لونګ او امنیه قومندان مل پاسوال غلام داوود تره خیل له امنیتي اړخه د غزني ولسونو ته ډاډ ورکړ.
هغوی له ولسونو وغوښتل څو له امنیتي ځواکونو سره د امنیت د ټینګښت په برخه کې همکاري وکړي او د امنیتي ځواکونو په صفونو کې دي یوځای او د دښمن پر وړاندي دي له ولس او هیواد څخه دفاع کې عملا برخه واخلي.