fbpx

ټرمپ پر خپله خبره ولاړ دی

 امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ټینګار کړی، چې پر خپله خبره ولاړ دی او پاکستان سره مرسته نه کوي.

 ټرمپ له فاکس نیوز تلوېزیون سره مرکه کې ویلي و، چې پاکستان د امریکا لپاره هېڅ نه دي کړي، اسامه یې ساتلی نو ځکه امریکا پرې مرستې بندې کړې.

نوموړي تېره شپه یو ځل بیا د پاکستان په اړه په یوه ټوېټ کې ویلي، چې پر خپله خبره ولاړ دی او له پاکستان سره مرسته نه کوي.

هغه ټینګار کړي، چې پاکستان د امریکا له پاره هېڅ نه دي کړي، بلکې د زرګونو امریکایانو قاتل او پر نړیوال سوداګریز مرکز برید کوونکی اسامه بن لادن کلونه په پاکستان کې و.

د امریکا ولسمشر ټینګار کړی، چې پر خپله پرېکړه ولاړ دی، ځکه پاکستان دوه مخی دی او د امریکا مرستې ورباندې قطع شوې دي.