fbpx

د ميدان وردګو والي رسما خپله دنده پيل کړه

د ميدان وردګو نوي والي ډګر جنرال مظفر الدین یمین نن رسما په دغه ولايت خلکو او دولتي ادارو ته د والي په توګه ور وپېژندل او رسما يې دنده پيل کړه.

له  سیمه‌ييزو ارګانونو ادارې نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي  د یادې ادارې د مالي او اداري چارو معین روح الله نیازي، د ملي شورا استازيو، د ولایتي شورا  ريیس او غړيو، د ملکي او نظامي ادارو مشرانو او استازیو، د میدان وردګو سلګونو قومي مشرانو، علمای کرامو، ځوانانو، مېرمنو، مدني ټولنو او ژورنالیستانو برخه اخيستې وه.

ښاغلي روح الله نیازي غونډې ته په خپلو خبرو کې د پخواني والي ښاغلي ډاکټر محمد عارف شاه جهان کړنې وستایلې او د میدان وردګو ولایت له ولسونو یې وغوښتل چې له نوي والي سره په چارو کې همکاري وکړي.

ښاغلي نیازي همدا شان جنرال یمین یو پیاوړی جهادي قوماندان او خدمتګاره شخصیت یاد کړ او په مختلفو برخو کې یې د ښاغلي یمین د قربانیو او خدمتونو یادونه او ستاینه وکړه.

د میدان وردګو نوي والي ښاغلي ډګر جنرال مظفرالدین یمین بيا په خپلو خبرو کې له ولسونو څخه مننه او غوښتنه وکړه چې په چارو کې له ده سره همکاره وو اوسي.

ده پر په وسله‌والو مخالفینو غږ وکړ چې نور له جنګ څخه لاس واخلي، توپک کېږدي او راشي چې په ګډه د هېواد پرمختګ او سوکالي ته کار وکړي.

ښاغلي یمین ولسونو ته ډاډ ورکړ چې د انډولیزې پرمختیا په نظر کې نیولو سره به د ټولو ولسونو لپاره برابر خدمات تر سره کړي.