fbpx

د پنځو تورنو وزیرانو دوسیې سترې محکمې ته لېږل شوې

د اداري فساد سره د مبارزې سکرتریت رییس وايي، پر فساد د پنځو تورنو وزیرانو دوسیې د هېواد سترې محکمې ته لېږل شوي دي.

د یادې ادارې د سکرتریت رییس یما ترابي کابل کې د یوې خبري غوندې پر مهال وویل، چې د دغه تورنو وزیرانو د فساد دوسیې په لویه څارنوالۍ کې بشپړې او سترې محکمې ته لېږل شوې دي.

په ورته وخت کې د لوی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د دغه خبر د پخلي تر څنګ وویل، د دغه وزیرانو د اداري فساد دوسیې سترې محکمې ته لېږل شوې او تر کار لاندې دي.

هغه هم د وزیرانو نومونه په ډاګه نه کړل خو زیاته یې کړه، چې په دوی کې د مخکني او اوسني حکومت د کابینو وزیران شامل دي.