fbpx

ځوانان: هلمند کې وړ کسان په دندو نه ګمال کيږي

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې لوستې ځوانان ډېر دي خو دوی وایي چې په حکومتي بستونو  کې ورسره د موراو میرې چلند کیږي د دوی په وینا چې اکثره لوستي کسان د نه کار له امله یا نشو ته مخه کوې  او یا د دولت ضد فعالیتونو ته مخ اړه وې .

عطاالله چې د تعلیم په ګاڼه سمبال ځوان دی خبريال ډاټ کام ته وویل چې پر څوکیو هغه کسان ګمارل کیږي چې د زور  یا واسطه ولري .

هغه انديښنه لري او وايي هغه کسان چې د کار کولو وړتيا لري او وزګار پاته دي د دولت لپاره به يو لوی سرخوږی جوړ شي.

دهلمند د اصلاحاتو اداري مسولين بیا دانه منې چې په دغه ولايت کې دي د بستونو د ډکولو په موخه دوی د کوم چا واسطه ومنې.

د اصلاحاتو اداري مشر اخترمحمد عزیزي وايي د کسانو په ګمارلو کې يي دغه پروسه شفافه ده او هغه کسان په دندو ګماري چې وړتيايي ولري،هغه زياته وي چې په دغه ولايت کې زيات شمير لوستي ځوانان وزګار پاته دي او د يو بست د اعلان کولو وروسته د لسګونه ځوانانو نوم ليکنه ددي سبب کيږي چې زيات شمير کسانو ته کاري فرصت نه کړي،.

په عینې وخت کې بیا د مدني ټولنې د همږغی د مرکزمشر نظرمحمدرودي، او بل مدني فعال عبدالحق ځواکمن وایې دوي هم تر جګپوړو پلاوو پورې د ځوانانویاد ږغ رسولی دی خو وایې ځینې موسسي له دغه ځوانانوسره توپیرې چلند کوې

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایې چې دوی هم لټون کوي چې لوستو کسانو ته دکار زمینې برابري کړې او زیاتوي چې د ولایت مقام تر ډیره په ادارو کې د زور واسطي اود پیسو پر بندیز تر ډیره برلاسې دی .

افغانستان په نړۍ کې یو له هغه هیوادونو څخه شمیرل کیږې ، چې نفوس تر نیمایې زیات یې ځوانان تشکیله وې اوله  تیر شاوخوا په یوه نیمه لسیزه کې ډیر افغانان د زده کړو په ګاڼه سمبال شوې دې خو ددغه ځوانانو لپاره کارې فرصتونه په نشت حساب دي.

خبريال:احسان الله ولسمل